صاحب شاه صابر
دا وفا د کوم وطن ده، دا ښایست د کوم تهذیب دی
یو مئین د بل دښمن دی، یو مئین د بل رقیب دی
د باګرام
بلبلو تاسو چې قسمت له انصاف ورکړو
دا شپلونه
ستاسو برخه دا ازغي ستاسو نصیب دی
چي په دې میخانه ورک دی چي په دې سپرلي کې خوار دی
یو زما د قام شاعر دی بل زما د ملک
ادیب دی
که د یو ادم زامن دي ځئ په تاسو
فیصله شوه
یو په کومه دعا خان دی بل په څه ګناه
غریب دی
د رحمان کره ژړا ده د خوشال په کور
ماتم دی
د ایلم په سوکه دار دی د خیبر په سر
صلیب دی
چي زمونږه مرګ ته ناست دی چي زمونږ د
سر قاتل دی
زمونږ دې قسمت ته ګوره هغه ښکلی مو طبیب دی