صاحب شاه صابر
د شوګیر په تار کې پیرم د جانان د غم ګلونه
د سپوږمۍ رڼا ته ناست یم بلوم د زړه زخمونه
د هستۍ رباب په غیږ کې د حالاتو ادم خان یم
د سپرلي درخو ته ناست یم سُروم د زړه تارونه
زما سترګو کې غړیږي ستا د شوخو بڼو سیوري
زما غاړې ته پراته دي ستا د زلفو زنځیرونه
د منزل په مخ خواره دي د تیارو دزلفو سوري
هر نظر پکې ټپریږي هر احساس خوري تندکونه
د وختونو په اسمان کې د ستم وریځې بریښي
په مئینو زړونو لویږي د حالاتو تندرونه
مونږ په زړونو کې ځای ورکړو زمونږ سترګو کې غړیږي
د ماښام د سترګو اوښکې د سهار د زړه زخمونه
د اټک په مخ بلیږي د چترال د سترګو اوښکې
د امو رودونه ژاړي د چمن مړاوي ګلونه
د وحشت تورو تيارو کې مشالونه شي ډېوې شي
د صابر د نظر غشي د صابر د پښو ګردونه