...

صاحب شاه صابر

چې زما په زړه به درد شو

چې زما ذهن به خوږ شو

چې زما ژوند به عذاب شو

چې زما وجود به خوږ شو

 

چې زما خیال به اور واخیست

چې زما حالت به نور شو

چې په ما به غم انبار شو

چې په ما به د درد زور شو

 

ما به ته د خوبه ویښ کړې

ما به وې چې شپه درنه ده

ما به وې چې ګرانه پاڅه!

دا د غم قیصه اوږده ده

 

تا به وې په قلار کېښنه

د خوب وخت دی شپه اوږده ده

تا به وې نه غم نه درد شته

دا دې هسې واهمه ده

 

ما به وې چې داسې نه ده

تا به وې چې داسې نه ده

اوس چې ستا مرۍ له راغله

چې په خپ لوجود دې پنډ شوه

 

چې په خپل سر دې دېره شوه

چې په خپل کاله دې ډنډ شوه

اوس په چغو چغو ژاړې

اوس له خدایه سحر غواړې