صاحب شاه صابر
چې سپوږمۍ
ستوري فنا شي
د تیارو غېږې
خورې شي
شپه ساه
راکاږي ویدې شي
شمعې مړې شي
ډېوې مړې شي
جانانه
خیالونه خوب شي
د جنون نغمې ویدې
شي
د هستۍ ساه
په سکیندو شي
د نېستۍ
پیریان خواره شي
د شیطان
دسیسې زور شي
د رحمت
دروازه بند شي
د ساقي په ور
څوکۍ شي
د جنت دروازه
بند شي
د احساس د ګل
د سترګو
د ازغو
شپلونه تاو شي
د جانان له
مستې غاړې
د رقیب
لاسونه تاو شي
شپه قاتله
خونړۍ شي
د حالاتو نیت
خراب شي
ژوند بې مینې
بې مزې شي
وخت زړه
چاودی شي عذاب شي
بلاګانې
راخورې شي
تکلیفونه
راخواره شي
زحمتونو کې
ساه راشي
هیبتونه
راخواره شي
بلاګانې
راخورې شي
د ژوند حسن خوري
انسان خوري
د نفرت ښاماران
ګرځي
غیرتونه خوري
ایمان خوري
خو خاموشه
خاموشي ده
څوک څه وايي
نه څه ویني
که د خوب وخت
وي که نه وي
خان ویده که
بس ویده وي
زما زړه د
غمه ټک چوي
زما کسي په
واته دي
غلی غلی تپوس
وکړم
چې دا څه
کیږي دا څه دي
څنګ خوب
وکړمه ویده شم
چې په زړه مې
غلبه ده
څنګه غلی
څنګه چوپ شم
چې ایمان ته
مې خطره ده
که څوک مري
که پاتې کیږي
چې ژوندی یم
څه به وایم
د زړه اور به
په څه وژنم
د جانان
سترګې به ستایم