...

صاحب شاه صابر

که د لویۍ د غرور سر یې په اسمان ولګېد

د سپوږمۍ خاوره یې د پښو لاندې کړه

لاس یې مریخ ته کهکشان ته رسي

خیال یې اسمان ته رسي

که د فضا په سمندر کې یې د تلو لارې دي

د تلوسو لارې دي

په یو یو پل یې د صدرو منزل دی

د ارادو منزل دی

د امکان غشي یې د عرش په منارو کې ګرځي

ځي په سپو تک او اپالو کې ګرځي

که د دنیا لوړو لوړو غرونو

د یو یو کاڼي یو یو بوټي زړه کې

د وخت کاروان لټوي

د ژوند امکان لټوي

که د دې زمکې په هر رګ رګ یې قدرت وموند

په هر یو څيز یې خپل طاقت وموند

خو! ما سره غم دی فکر وړی یمه

دا د ایټم د زمانې راوړي

د تکنیکي نوي تهذیب بچوړي

د نوي ژوند د نوې لار مسافر

د رڼاګانو ارماني د رڼاګانو مئین

د نن انسان سره د ډېره عقله

د خپل تخلیق په لمبو و نه سوځي

د خلق تحقیق له غره پرې نه وځي

د تګ ښکالو یې خپل نظر و نه خوري

ذوق یې ټکر و نه خوري

ځکه چې دم په دم قدم په قدم

د ژوند په هر منزل په هره لاره

د تودې لوږې تنده غرې بلا

غضب غضب ده، قهر قهر ده، غصه غصه ده

دغه د لوږې بلا

په یو نرۍ اشاره

اکثر طوفان راولي

د امن ملا ماتوي