صاحب شاه صابر
چې بې لارې
مې قدم بې زړه جنون دی
څه که هر
خیال مې د غر هومره پښتون دی
ما په جام او
په کاسو کې موندی نه دی
چې د زړه په
وینو څښو کې کوم سکون دی
که نظر یې د
اقرار حاتم طايي دی
خو د یار سره
چنګېز زړه د قارون دی
چې د ساز زړه
د غل په نظر ګوري
د ښکلا د کلي
څه ښکلی قانون دی
دلته روغ
لیوني واړه دروغژن دي
په دې ښار کې
څوک منصور نه افلاطون دی
ستا شکمنې
سترګې هسې ګوماني شوې
زما زړه د بې
ننګۍ نه دی پښتون دی