...

صاحب شاه صابر

څوک مې د جام ملګري څوک مې د غزل ملګري

زما په دې ښار کې بلا دي د محفل ملګری

د زلغو سیوري ته د سور انګار خبرې کوي

خو د حالاتو په غرمو نه دي د ځغل ملګری

د چا پښې ماتې وي، د چا لارې ته ملا ماته وي

ما به تر څو پورې په ځان پسې راښکل ملګري

ماله خو ټول عمري حالاتو حوصله راکړې

ما نه خو تل په نیمه لار کې تښتېدل ملګري

دلته پردي د چا د پښو زولنې نه جوړیږي

دلته خو هر سړي ته لارې نیسي خپل ملګري

څوک دي او څنګه دي په څه غرض د څه لېوني

ما د جنون صحرا کې ښه وپېژندل ملګري

زموږ له مستو اتڼونو به تر څو لرې وي

د ذات تیارو کې به تر کومې پټېدل ملګري

ښکلي که هر څو کبرژن شي ستا پرې څه صابره

ستا د محفله که یو لاړ شي راشي سل ملګري