...

صاحب شاه صابر

هم له جنونه لرې هم له خپل جانانه لرې

حالاتو بوتلم د ځوانۍ د هر ارمانه لرې

یو له مې زړه ورنکړو بل له مې غرور مات نکړو

هم د غریبه لرې ګرځم هم د خانه لرې

دا لا په کوم ځای کې د څه په انتظار یم اشنا

هم ستا د کوره لرې هم له بیابانه لرې

هغه چې ستا د نظر رنګ د بڼو شوخ یې لرو

هغه ازغي مې کړه د زړه له ګلستانه لرې

څه به زما سره د تندر اوبو وړې ملګرو

پرېږدئ چې اوسم د حالاتو له اسمانه لرې

ګلونه ستاسو شه یارانو چمن ستاسو نصیب

خو ازغي پویه کړئ چې اوسي مې له خوا نه لرې

نه د سپوږمۍ د رڼا جام شته نه د ستورو ډېوې

زړه په څه وساتم د غم له بیابانه لرې