...

صاحب شاه صابر

د انتظار د شوګیرې دنیا کې ژوند تېروم

څه موده وشوه چې په دې دنیا کې ژوند تېروم

نه د سپوږمۍ د رڼا نور شته نه د ستورو ډېوې

د زړه رڼا ته د تیارې دنیا کې ژوند تېروم

د چا هوښیارو سترګو څه په بلا واړولم

د اندېښنې د وسوسې دنیا کې ژوند تېروم

په هر یو زخم کې مې ستا یادونه څړیکې کوي

د درد و غم د تلوسې دنیا کې ژوند تېروم

نه پکې مینه نه مستي شته نه جانان نه جنون

زه د نېستمنې میکدې دنیا کې ژوند تېروم

ما د حالاتو د اسمان د قهره مه یروئ

زه د ایلم او تاترې دنیا کې ژوند تېروم

صابر! په حسن پسې هر کلي ته کډه وړې

کله د ګل کله نغمې دنیا کې ژوند تېروم