صاحب شاه صابر
د اباسین په
سینه لړې خورې
د واورو څلی
په ایلم پروت دی
د باړې هره
چپه غریو نیولې
د تاترې په
خونه غم پروت دی
د روڼ شعور د
رڼو سترګو ډېوې
نه په اټک نه
په خیبر ښکاري
د ارمانونو د
سحر علامې
نه په سپین
غر نه په چونغر ښکاري
د جیندي سوی
زړه غورځنګ نه وهي
د هشنغر
شولګرې شاړې پرتې
د اوښکو ډکه
د بابړې ځولۍ
په وینو سرې
لوپټې تار تار خورې
د خیالي خیال
کې غورځنګونه نشته
د سردریاب د
غیرت اور سوړ دی
په شالم نوی
لېونتوب رانغی
د ناګمان زړه
د جنونه موړ دی
د میراباد د
زړه دنیا ورانه ده
د مندڼي کوڅې
خاموشه پرتې
د میرویس خان
د غونډې مونډې هیرې
د ټکر وینې
بې نوا بې اسرې
د هاتي خېلو
د ناموس لارو کې
د تندې مړې
شوې د غیرت چنغلې
غلې خاموشه د
شولګرې طوطیان
ستړي ستومانه
د باګرام بلبلې
د زاڼو سیوري
ته ویده پراته دي
د ملاکنډ د
سر درو بازونه
منګولې ماتې
د مابڼ د زمرو
ښکارونه پاتې
دي کوي خوبونه
د کوهستان د
نښترونو ځوانۍ
د ننګ ناموس
د غیرت بور دوړوي
د باجوړ د
غرو رغو ګلونه
په جندول بله
قلا نه جوړوي
د بابو سر د
واورو ستړې ځواني
د اټک غېږ کې
په قرار ویده ده
د سوات د
غرونو د ښایست خوشبويي
د توپاني
سیلۍ په دار ویده ده
د شهې هر
کاڼی په واورو پټ دی
په چترال لړې
او لوګي خواره دي
د پکلۍ سترګو
کې مستي نه بریښي
د کاغان غېږ
کې اسویلي خواره دي
د لواغر د پښو
نه ساه وتې ده
د کورمې
شونډې د خیفته رپي
د سپین تنګي
د ننګ شمله ښکته ده
د کوهاټ
غرونه د هیبته ربي
د بنو زړه د
مینې لاس اخیستی
د تیراه مستې
سترګې جنګ نه کوي
د ټيري ګرمه
ګډا خوب وړې ده
په اکوړي کې
تورې شرنګ نه کوي
د ټل د ټانګ
زمري ویده پراته دي
د ډېرو دشتو
کې هوسۍ نه ژغلي
د ملالۍ
لوپټه تار تار پرته
د ننګ ناموس
د میوند غرونه غلي
د ژوب د زړه
رخمونه سوی نه کوي
د ګلستان
ګلونه ودوړېده
د پشین غېږه د
ازغو ډکه ده
په چمن شپه د
انتظار دېره ده
د ننګ شین غر
د خوب څادر اغوستی
کوټه د واورو
په محل کې اوسي
بولان د نوي
ژونده لاس اخیستی
د ماضي سیوري
په مقتل کې رپي
خو بیا هم
خدای خبر په څه خبره
د زړه زخمونو
له ټکور ورکوم
هیڅ خبر نه
یم چې د څه په امید
زه ژوندی هم
یم انتظار هم کوم
د کوم ارمان
د کومو غرونو پهس ر
د ادم خان د
رباب ترنګ اورم
د کوم احساس
د کوم وجدان په غوږو
د درخانۍ د
بنګړو شرنګ اورم