...

صاحب شاه صابر

د درد و غم د بې وسۍ د الجنونو غشي

په یو یو زغم کې مې خښ دي په لکونو غشي

ما په لحظه لحظه د زړه د ځيګر وینې څښلې

ما په قدم قدم خوړلي د غمونو غشي

څه د جانان او رقیب څه د تماشګیرو سترګو

د زړه مې وتي دي د ډېرو نظرونو غشي

موږ د جانان او جنون دواړو یاري وپالله

موږه څکلي په سینو د الزامونو غشي

په سپوږمۍ ستورو مې د عقل فرشتې دېره دي

په اسمانونو کې مې ګرځي د خیالونو غشي

د منزل ستړو قافلو ته حوصله ورکوي

زما د ځوانو ارادو د تکلونو غشي

څه اعتبار دی د دې خلقو په ایمان صابره

دا خلق ولې په تیارو کې د شکونو غشي