...

صاحب شاه صابر

د جانان نه د جنون د سترګو نور شته

د حالاتو مېکده کې کوم سرور شته

د مین حوصلې هغسې بې زړه دي

د رقیب سترګو کې هغسې غرور شته

زه یواځې د حالاتو په دار نه یم

د هوښیار جنونه ډېر زړونه مجبور شته

چې هر زړه پکې د مرګ له ویرې ریږدي

په دې ښار د څه بلا سیوری ضرور شته

د وختونو اینې به صفا نه وي

خو زموږ سترګو کې هم بلا قصور شته

د ساقي د سخاوت به څه محتاج وم

ډېره ښه ده چې په خپل زړه هم ناسور شته

چې د حق اواز په دار نه وي صابره

خوله مې ماته شه که وایمه منصور شته