...

صاحب شاه صابر

چې په دې ښار کې د رڼا په لټون

ستړي ستومانه شو زرې زرې شو

د ترخو سترګو خوږېدو په ارمان

د شوګیرې په تېغ قطرې قطرې شو

 

خو نه سپوږمۍ وینو نه ستوري وینو

نه ډېوې نه د ډیوو سیوري وینو

نه د امید د جبین لمر ښکاره شي

نه د یقین د سترګو توري وینو

 

د خپل جنون کنډر ته بېرته راشو

ځان ته د خپل پرهر دردونه بل کړو

د خپل نازبین معصوم ارمان په قبر

د خپل احساس د زړه داغونه بل کړو