صاحب شاه صابر
لکه خوږمنه
محبوبه چې د بڼو په ستنو
خپل لېوني له
خپل مین له د زړه زخم ګنډي
خو د رواج د
مجبورۍ د جدايۍ له ویرې
یو زخم خوله
ورولي سل زخمونه خولې پرانیزي
یا د سپوږمۍ
د رڼا تار د پلوشو په قدم
د مین غېږ له
د خوبونو ښاپېرۍ راولي
خو د جانان د
انتظار غم یې په غم اخته کړي
د څه امید یې
په ککو کې شوګیرې غړوي
یا د رباب
مسته نغمه د ساز د سوز په ژبه
د چا د زړه
درد له ټکور د تسلۍ ورکوي
خو د چا یاد
یې د ماضي په لوري پښې راکاږي
د چا نظر یې
پّ وجود کې ستوماني وباسي
داسې هم دغسې
د دې منظر خوږه محبوبه
زما احساس ته
زندګي بښي شوخي راکوي
خو دا ګلونه
دغه سروې هغه ونې بوټي
څوک یادوي په
زړه او ذهن مې انګار وروي