...

صاحب شاه صابر

د شوګیرو د تسلسل بلا خوړلي زړه ته

هسې نه خوب ور نه شي غېږ ته مې د خوب یونسي

د انتظار د مجبورو ستړي ستومانه ژوندون

مایوسه نه شي د غفلت غېږ کې ارام و نه کړي

 

په ځان مین نه شم د مرګ له ویرې یار هېر نه کړم

مینه بې زړه نه شي د عشق ښکلی دستور مات نشي

د زړه د غمه لېونی نه شم د ننګ و نه خم

بې وفا نه شم د ښایست د سر غرور مات نشي

 

ساقي که جام نه وي ساعت په ساعت ګوټ ګوټ سهي

خو چې مې زړه روغ وي چې روڼ مې وي د مینې ائین

چې په وعده یې ګوماني نه شم چې خوب رانشي

چې مې مظبوط وي ایمان بس چې مې محکم وي یقین