...

صاحب شاه صابر

زه د دردونو په ازغو د زړه زخمونه ګنډم

د مینې جام کې د اشنا زغمونه زهر ګوټم

په هره ساه مې ساه راماته شي ګوګل مې خوږ شي

د ژوند پیاله کې د ترخو وختونو زهر ګوټم

 

د شپې سینه کې د سپوږمۍ د پلوشو په رڼا

د ژوند په تار کې د جانان د غم ګلونه پېرم

د ګل د حسن د جانان د خوږو سترګو په نوم

د سپرلي غاړې له د ستورو امېلونه پېرم

 

د تورې شپې د خونړو تیارو د دار په سولۍ

د سترګو کسي بلووم د نظر تار بلووم

د خاموشۍ د لېونتوب د سر غرور ماتوم

د خود په ګوتو د هستۍ رباب له ترنګ ورکوم

 

د ژوند احساس مې په رګ رګ کې غزونې کوي

د خپ لوجود په غوښو پایم په غېرت ژوندی یم

د غم د غرونو د حالاتو د زمري په خوله کې

په خپله لویه حوصله په خپل همت ژوندی یم

 

خو!

یاران وايي چې اخر صابر په څه ژوندی دی

ده له د کوم محفل د کومې پیمانې نه راځي

په ده د چا د خوبولو زلفو سیوری شوی

ده له د کوم ساقي د چا د میخانې نه راځي