صاحب شاه صابر
شپه په وتو
شوه ډېوه مړه شوه اوس دې نه راځي څوک
د انتظار
جذبه سړه شوه اوس دې نه راځي څوک
ما وې چې را
به شي د ستورو د پېغور به نه شم
بېګاه چې
هغسې و نه شوه اوس دې نه راځي څوک
پرون رانغله
چې د نه راتلو جواز یې نه و
وفا چې یو
ځلې پیکه شوه اوس دې نه راځي څوک
د تنهایۍ په
غېږ کې خوښه شوه قرار یې وموند
ارزو سندره
شوه ټپه شوه اوس دې نه راځي څوک
هسې نه داغ
شي د ښکلا د تقدس په لمن
مینه شکي شوه
ګنګوسه شوه اوس دې نه راځي څوک
په ډېرو
تېروتمه ډېر یاران مې وپېژنده
له هر اشنا
مې خوا مړه شوه اوس دې نه راځي څوک
مېکده ورانه
شوه زړه روغ شو لاړ په خود شو جنون
د رقیبانو خوا سړه شوه اوس دې نه راځي څوک