...

صاحب شاه صابر

ستا جانانه سترګې مې ښه پېژندې

ما علامې د ژوندانه پېژندې

موږ د دورنګې نشې څه بلد وو

موږه د ښار میخانې څه پېژندې

بې ستا د زلفو زندګي ګرانه ده

دا نه چې ما زولنې نه پېژندې

ما د مین زړه مجبورۍ ولیدې

ما د حالاتو سترګې وه پېژندې

د رڼا جام یې ګرځوو ورپسې

مېخور زړګیه سپوږمۍ ته پېژندې

ستا په رنګینو بهانو پوهېدم

د بوډۍ ټاله ډېر مې ښه پېژندې