صاحب شاه صابر
زموږ د لاسو
یې جامونه مات کړه
زموږ ساقي زموږه
زړونه مات کړه
تا د رواج
لوپټه څيرې نه کړه
ما د رسمونو زنځيرونه
مات کړه
اوس همسري
کوه د ستورو سره
موږه د شپې د
زندان ورونه مات کړه
په جانان ننګ
وه نه په نوم د وفا
موږ په پردي
جنګ کې سرونه مات کړه
د یار اوږدو
زلفو ته و نه رسېد
په دعاګانو
مې لاسونه مات کړه