...

صاحب شاه صابر

د اسمان د زړه زخمونو، د فطرت د باغ ګلونو

د رښتیا مینې ښاغلیو، د ښایست د حورو خپلو

د مجنون د وجود برخو، د لیلی د سترګو نښو

د جانان ښکلیو خالونو، د جنون د زړه زخمونو

 

د شوګیرې شپې یارانو، د خیالونو رڼاګانو

د شاعر د زړه بڅرو، د فنکار د خیال وزرو

د اسمان نیازبینو ستورو، د فطرت د باغ ګلونو

ستاسو عمر خو لا ډېر دی، ستاسو ژوند ژواک خو د خېر دی

 

نه ماشوم د لوږې ژاړي، نه وړوکی ډوډۍ غواړي

نه د چا روزګار سفر دی، نه د چا څوک مسافر دی

نه غماز نه غوږ ساری شته، نه په مینه پابندي شته

 

نه د زرک وزر تړل شته، نه د باز سترګې ګنډل شته

نه کینه بغض نفرت شته، نه فتوی نه تفاوت شته

دلته هر څه په انصاف دي، دلته هر څه مساوات دي

بیا د څه په غم اخته یئ، منډط نه وهئ خفه یئ

چې د اوښکو شبنم ژاړئ، ستاسو څه کم دي څه غواړئ