...

صاحب شاه صابر

د کایناتو د ښایست مېرمنې

د ژوند د زړه د کور د حسن ډېوې

د خوب و خیال د جنتونو حورې

د تخیل د محبت فرشتې

 

زما د زړه د دردیدلي رباب

زړې پردې زاړه تارونه پرېږده

زما د ژوند د بې وسۍ په خاطر

زړې نغمې زاړه سازونه پرېږده

 

ما په زړه چاودي هېرې کړې قیصې

سپوږمۍ د خدای دپاره هېرې ښې دي

زما د سره تېرې شوې اوبه

سپوږمۍ د زړه د سره تېرې ښې دي

 

ما ته د هغو سترګو نوم وانخلې

په ما د هغو زلفو بوی را نه وړې

په ما د هغې مینې سود ونکړې

په ما د هغو ورځو خوب و نینې

 

بیا مې په هغو لمبو و نه سپارې

بیا مې د سوي زړه ازار وانخلې

ګورې ایله په بهانه ژوندی یم

پام کوه هسې مې ازار وانخلې

 

د اسمانونو د ښاېست ښاپېرۍ

زما نازبینې نازولې سپوږمۍ

پرېږده چې لږه غوندې ساه واخلمه

پرېږده چې خپله زندګي تېره کړم