...

صاحب شاه صابر

د سپوږمۍ د رڼا تار کې   د سبا خوبونه وینم 

د اسمان د ستور څنګ کې   د لیلا خوبونه وینم

 

د هوس تورو تیارو کې   د رڼا پلوشې وینم

د جنون په زولنو کې   د غیرت تلوسې وینم

 

د شبنم په خاموشۍ کې   د سپرلي ګنګوسې اورم

په ازغنو سر درو کې   د ګلونو نغمې اورم

 

په صحرا د مایوسۍ کې    د امید سندرې اورم

په میدان د کربلا کې    د حسین خبرې اورم

 

د چمن د زړه سکون ته    خپل سکون قربانومه

د ښاېست د پسرلو نه    خپل زوندون قربانومه

 

چې غمونو ړندې کړې   د هغو سترګو نظر یم

چې دردونو کاڼې کړې   د هغو غوږو خبر یم

 

د منزل د ستړو لار یم   د همت اور ورکی یم

د جانان د سترګو نور یم   د رقیب د سترګو خار یم

 

د مرګوني جانان غېږ کې   د ژوند نښې لټومه

د احساس په پرهري زړه   د ګلونو پهې ږدمه

 

د پرهر زړګي په څړیکو   د غوټو شونډې پرانیزم

چې ستم خاموشه کړې   د هغو شونډې پرانیزم

 

د حالاتو وران کنډر ته   د خیالونو ډېوې وړمه

د وهمونو په باران کې   د فکرونو ډېوې وړمه

 

د تیارو په تورو غرونو   راختونکی لمر لیدی شم

د زولنې شپې په زړه کې   د یقین سهار لیدی شم

 

د زړې دنیا په زړه کې   نوی ژوند نوی پیغام یم

د امېد بله ډېوه یم   د یقین د سترګو جام یم