...

صاحب شاه صابر

زه د حالاتو په دارونو زانګم

ته د چا زلفې بالښتونه غواړې

زه د وختونو په انګار دېره یم

ته د چا سرې شونډې ګلونه غواړې

 

هغه چې مینې پورې ټوکې کوي

ته په هغې سترګو کې کور لټوې

ته له دې ښکلو خلکو مینه غواړې

ته په دې مړو ایرو کې اور لټوې

 

هغه په لاسو کې چې اور ګرځوي

ته د هغې خلکو ګلونه غواړې

هغه په هر ګام چې نفرت خوروي

ته د هغو محبتونه غواړې

 

زه د سپوږمۍ د رڼا تار رانیسم

ته په تیارو زلغو کې لارې ګورې

زه د زهره تر کوره منډه وهم

په تا درنې وریځ کړې سترګې تورې

 

هغه چې هر منزل یې پښې ښکلوي

هغه وجود مې ستا دلاسه شل دی

هغه چې مرګ هم ورته ټوکه ښکاري

هغه شعور مې ستا دلاسه دل دی

 

زه د عمل د قافلو سره ځم

ته د خیالونو په دنیا کې ګرځې

زه په دې زمکه نوی ژوند ټوکوم

تا نه ځان هېر دی په هوا کې ګرځې

 

زه د خاموشه غوټو خولې پرانیژم

ته د بتانو خاموشۍ وړی یې

زه د تقدیر ګرېوان ته لاس اچوم

ته خوږې خولې خوږې کوکۍ وړی یې

 

زه د درغو ګوډاګي ماتوم

ته دروغژنو ته پناه ورکوې

زه په رښتیاو کافر شوی یمه

ته دروغژنو له بقا ورکوې

 

زه د ترخو غمونو زهر ګوټم

ته شرابونه مېکدې یادوې

زه په ډوډۍ پسې ټکرې خورمه

ته عشرتونه میخانې یادوې

 

زما او ستا دې تفرقې، دې فساد

زما ځواني په زړه ارې ارې کړه

زما او ستا دې اختلاف دې تضاد

زما هستي په مېنځ ټوټې ټوټې کړه

 

راځه چې دواړه دواړه سره سوله وکړو

راځه چې دواړه دواړه سره یو شو اشنا

راځه چې دواړه دواړه یوه لار ونیسو

راځه چې یو خوا ته په دو شو اشنا

 

که زه او ته سره یوځای شو اشنا

دا منزلونه به مو پښې ښکل کړي

که ما او تا د شپې ګرېوان وشلوو

سپین سحرونه به مو پښې ښکل کړي