صاحب شاه صابر
که د کلۍ د
پېغلتوب سترګو کې مېنه غواړئ
د ګل رګونو
کې د نوي سبرلي وېنه غواړئ
د کهکشان د
رڼو ستورو نه ډیوې جوړوئ
د ژوند محفل
کې د خیالونو نازنېنه غواړئ
که د یقین په
اننګو د ژوند سپرلي خوروئ
د ارمان زړه
کې د امید بلې ډېوې غواړئ
که د حالاتو
د ربابا په تار نغمې غواړئ
د ژوند د
پېغلې د بڼو په تال جوټې غواړئ
که په سپوږمۍ
کې د لیلا د سترګو رنګ غواړئ
د نمر رڼا کې
د مجنون د زړه غورځنګ غواړئ
که په هوا کې
د درخو د بنګړو شړنګ غواړئ
که په فضا کې
د ادم د رباب ترنګ غواړئ
نــــــــــــــــو!
د ښایست
مینې، انسان او د تهذیب په خاطر
د امن زړه کې
د محکم یقین ډېوې بلې کړئ
د خپلو سترګو
په بڼو د خپل نظر په ستنو
د امن هر زخم
له هر پرهر له خوله وګنډئ
امن د مېنې
لېونۍ جذبې ته خوند ورکوي
امن د حسن د
احساس سترګو ته رنګ ورکوي
امن د ژوند
په اننګو کې خوشحالي خندوي
امن د مینې د
هستۍ رباب له ترنګ ورکوي