صاحب شاه صابر
جنګ! د تنکو
ګلو تنکو زړونو کې
د خوشبویۍ
بلې ډیوې مړې کړي
د رڼو ستورو
د نازکو لاسو
د پلوشو د
رڼا جام تویې کړي
جنګ! د
بارودو په خیرنو لاسو
د شنو فصلونو
ګریوانونه شلوي
د دنګو هسکو
لوړو غرونو په سر
په سپینو یخو
واورو اور بلوي
جنګ! په چمن
نه په صحرا ایسار وي
نه نازک ګل
نه کلکې غنې برېږدي
نه ترې څاروي
نه ترې مرغۍ پاتې شي
نه شین کبل
پرېږدي، نه ونې پرېږدي
د جنګ نفرت د
مینې ښار وسېځي
د جنګ غضب د
ښاېست اور وژني
د جنګ هوس په
احساس اور بلوي
د جنګ جنون د
عقل زور وژني
جنګ! د تخلیق
او تعمیر ځای ته پرېږدۍ
جنګ! پټي
وران کړي کار ځانې ورانې کړي
د جنګ د توپو
ذ ټینکونو درزا
کلي خو څه چې
ادیرې ورانې کړي
د جنګ د لوږې
انتها نشته دی
د جنګ خوارک
د ماشومانو غوښې
د جنګ مزاج د
سړیتوب قتل عام
د جنګ خوښي د
انسانانو غوښي
د غیرت غیږه کې
روزلې ځوانۍ
د مجبورو په
بلاګانو کېوزي
د حیا کور کې
لویه شوې سترګې
د بې حیا
غرور په ښپو پریوځي
د خوشحالۍ په
تکل ستړي جذبې
د درد و غم د
دار په سر دېره شي
د پسرلي په
ارمان ورک احساسات
د یو سپېره
خزان په غر دېره شي
جنګ! د تهذیب
قاتل د امن دښمن
جنګ! د ښاېست
قاتل د مینې دښمن
جنګ! د احساس
دښمن د عقل دښمن
جنګ! د انسان
د پاکې وینې دښمن
جنګ! د هوس د
لېونتوب نوم دی
جنګ! د تیارو
د پېغلتوب نوم دی