...

محمود دلګیر

د مینې یو فامیل دی له ګلونو سره مخ یم

د حسن کاشانه ده جلوتونو سره مخ یم

ما غرونو پسې وړي ما سمندر سره ګویا کړي

زه ډېر د خپل نظر له هوسونو سره مخ یم

دا کومه مرتبه د عشق چې زه توضیح کومه

له سترګو نه پناهو منظرونو سره مخ یم

دا ژوند لکه د غره دی تر اخره سنګدلي ده

زه خپلو ګرځېدليو اوازونو سره مخ یم

افسوس د اینو له سترګو څاڅي سترګکونه

په ملک د زاهدانو، الفتونو سره مخ یم

ګلابه! ته پیالې د شبنم وڅکه چې نما شې

زه څو ډیوو شرابو، خمارونو سره مخ یم

څه سخته ریباري ده، د معنو او د لفظونو!

دلګیره د غزل نزاکتونو سره مخ یم