...

محمود دلګیر

لا دې زړه کې سپېر حسد د بیابان دی

خاورې! بیا دې د هوا لاس کې ګرېوان دی

په فطرت مې وچکالي د معرفت شوه

دغه ګل په تازه ګۍ کې پرېشان دی

شاګرد ورو ـ ورو د استاذ په رتبه ودري

زړه په عشق کې د منصور په مشق روان دی

وه دعوه چې پېچيده معنې یې راوړې

چا په ترَخ د بې ذوقۍ وړی دېوان دی

دا یې ټول عمر ستا مخ نه رڼا څښلې

تور وېښته چې دې سپین اوړي رڼا خوان دی

چې فهرست د کوم یو حسن خد و خال وي

د تفصیل هزار کتابه یو خوبان دی

زه د عشق په وجه خپل منزل ته رسم

تیر هدف ته رسېدلی په کمان دی

ازادي عظیم مقصد د زندګۍ دی

ژوند که ګل هم وي نکهت لره زندان دی

په رتبه د ګمنامۍ خوښ یم دلګیره

په مقصد مې له شهرته الامان دی