...

محمود دلګیر

زه نایب یم د منصور، عشق مې داعیه ده

د فطرت مې سل جنونه سرمایه ده

چې انګور دې راکول، مستي مې هم وه

تږی ناست یم، حتی تللې دې سایه ده

یوه ډکه غېږه راکه چې رخصت شم

له مودو مې پر تا پاتې بقایه ده

حافظه مې لېونۍ شوه ته یې هېر کړې

کړې چا له لېونیو ګیلایه ده!

د شتمن و د فقیر د ذوق غذا شه

شاعري زما د مینې سرسایه ده

په نکهت د ګل به څه وایو دلګیره

تغزل یې هم د حسن کنایه ده