محمود دلګیر
نه
ارام شته نه خوبونه
زړه
می سوی کوي مجنونه
څه
پېچلې فاصله ده
له
میلانه تر جنونه
نه یاران
شته نه امد شته
نور
به چا ته سپړو زړونه
څوک
له ما سره اشنا دی؟
چا
ته وکړم اوازونه
زما
رخت او خونه راکړئ
زړه
مې تور دی له ژوندونه
ما
شیره د اور کړه نوشه
پیالې
ډکې شوې بیلتونه!
د
لاله وو په کوه کور کې
په دلګیر مې سلامونه