...

محمود دلګیر

یخې اوبه یم خو د خپل فطرت پیاله کې زوړ شوم

لکه نکهت د چا خرید له په شیشه کې زوړ شوم

زما په ږیره چې دا سپین دي تر دې ډېر کشر یم

دا خو زه هم د یوه غم په حادثه کې زوړ شوم

موږ به بدل ښکارو چې ستا د دید مقام بدل شو

دغه څېره کې شوم رالوی، دغه څېره کې زوړ شوم

مطلب پرسته زمانه مې تنده هم نه ویني

لکه یو ګل د هجرزادو دريڅه کې زوړ شوم

په یوه نظر کې شومه مست په بل نظر کې یې مات

زه په لمحه کې وم زلمی زه په لمحه کې زوړ شوم

مکر د ژوند منم شېبه په شېبه مخ اړوي

زه اوس په زړه کې وم ماشوم په آینه کې زوړ شوم

خیر که پرده کې شي زَړه د، پلار شمله به ساتي!

دلګیره زه د دې دستور په اندېښنه کې زوړ شوم