محمود دلګیر
په
نظر مې په شېبو کې تېرې شپې کړې
ما
ترې یافتې زر غزله معَنې کړې
له
حسرته به یې څوک پر سر باد نه کړي
ما
له هجره ستا د در خاورې خیشتې کړې
ستا
له لارې ښکارېده مې د زړه خونه
ته
به لمر وې ما به خلاصې دریڅې کړې
د
اظهار په وخت همت د وېرې زوې شو
بیا
شروع مې د نسب نصیب کیسې کړې
چې
مې پاس د عشق عَلم کړ په ځوانۍ کې
دا
مې ختمې د مجازو رابطې کړې
که
مې تور لکه لاله په لمن نه وای
ما
به هم لکه ګلاب هسې وږمې کړې
پس
له هغې مې شوه سیوریو سره ورانه
چې
له کله مې له لمر سره تشبې کړې
د
دلګیر د زلمیتوب تغزل تېر شو
دا
حسرت دی' مورې ما یې تماشې' کړې!