...

محمود دلګیر

مستغني مې شي وطن پاس یې عَلم شي

سنګدلي د سربازانو هم  نیلم شي

ته د قد له کوتاهیه ولې زړه خورې!

جیګ سرونه هم د ګل نکهت له خم شي

په جبین یې د تعصب شیاطین وله

چې لفظونه زما، کاڼي د حرم شي

په نشه،یا شه ګوشه، له هوشه ووځه

شونی نه شو چې خودۍ کې لرې غم شي

حقیقت کې وي زوال په دومره قدر

ډېر که ښکته د دېوال و پښو ته نم شي

ټول رندان به د اشراق حلواخوران وي

که زاهد له د ماښام پیاله مرهم شي

کله دا المیه هم راځي دلګیره

چې په مونږه د یارانو زیري کم شي