...

محمود دلګیر

زړه! د ژوند په جنګ لتاړ یې

لکه کور د غزې شاړ یې

زه خو ټول شوم سترګې سترګې

ته په کوم طرف ولاړ یې

زه لاله ستا له لمن شوم

ته د عشق وطنه! کاړ یې

هر ماښام درپسې څاڅم

چې د هجر ملک ته لاړ یې

ته زما پیاله کې پروت یې

د لیلا د شونډو پاړ یې

لمونځ فرض نه دی شرط د عشق دی

د دلګیر عقله! ویجاړ یې!