...

محمود دلګیر

اندېښنې دي د روزګار تر ما چاپېرې

فلسفې یې د ژوندون کړې له ما هېرې

تا غزالې سترګې واړولې ما ته

زور د عشق دی د زمري غاښونه شمېرې

زړونه ډک دي د جامونو لا به رېز شي

چې زما د میکدې یاران دي چېرې

څه خبر وم چې له زړه یې روح ته تللی

ستا په لټه مې کړې ډېرې ستړې تېرې

سرښندنې خو پېشه وي د مئینو

ماته څه صحنه سازي کوې د وېرې

نن، سبا مې خوا له راشه که پوهېږې

نېټې لګې دي اشنا، خبرې ډېرې

بلوڅۍ نجونې مستانې دي دلګیره

دا به نه شي د سستانو دام کې ګېرې