...

محمود دلګیر

غزل مې داسې پیمانې له راوړه

چې یو زاهد مې میخانې له راوړه

ګوره راګوره زړه مې سترګو کې دی

هغه ګلاب مې دریڅې له راوړه 

د حسن تاو یې د عرق چینه کړم

مقام ته ګوره! لمر یې شپې له راوړه

عشق یو یعقوب د چا دیدن ته لېږي

ګل یې د ګل و تماشې له راوړه

د سرو غرمو هوا اخیستی سړی

د سیوري شوق د چا سایې له راوړه

تر جفا پس دا یو نظر د مینې

دا یو څراغ یې هدیرې له راوړه

هر چا به ستا په اړه وپوښتلم

ما به نګهت استعارې له راوړه

د ژوند پر لار مې دروند خصلت دلګیره

دا مې د زوړ وجود تکیې له راوړه