...

محمود دلګیر

مرګ مې امید شو په وحشي عذاب کې ژوند کومه

د چا د سترګو د نفرت ځواب کې ژوند کومه

هغه مرغۍ شوم چې په دام کې د صیاد هېره وي

هغه زخمي کب یم چې شور دریاب کې ژوند کومه

سمندر هم دم په دم لېږي د موجو فوجونه

یوه خالیګاه یم په غریب حباب کې ژوند کومه  

یوه پیاله ګرمه بوسه راکه د حلول لب شکر

ډېر تندغری مې د سترګو قاب کې ژوند کومه

کله نا کله د خوبانو د مجلس بحث یم

کله نا کله خو پخپل غیاب کې ژوند کومه  

لکه نکهت رانه په تلو شوله ځواني، خفه یم

هسې تش رنګ به د خپل ځان ګلاب کې ژوند کومه

یوه جمله قبر یمه ډک یمه له ډېرو معنو

ډېر مختصر د هدېرې کتاب کې ژوند کومه

لکه دلګیر به دې پخپل نی نوا وزنګوم

د ذوق نشه یمه د فن شراب کې ژوند کومه