...

محمود دلګیر

د تسنیم غوندې به تل شې لا درکه

عاشقي به دې ځیګر وخوري هلکه

ستا کردار له بل امتیاز عدالت ندی

سپک کاته به دې فطرت وګڼو سپکه

لکه لمر خپلې رڼا سره روان یم

سیوری نه یمه چې پرېوځم پر ځمکه

چې په عشق کې دې منصور شم چې فنا شم

هغه چارې که کوې په ما یې وکه

بخارا و سمرقند کم دي شیرازه *

په قیمت د حسن بره ده ازبکه

له خماره دې سینې، کوناټي زانګي

له مستیه په لار ځې لکه تاجکه

دلګیر ستا دی غورزوه راغورزوه یې

د کاکل چارې په ما کوه نازکه