...

محمود دلګیر

عشقه! له مجنونو یې هېر شوی، صحرا وچه ده

کب یمه د مرګ پر ساحل پروت چې دریا وچه ده

ته له ما د مینې نظر غواړې خو زه ګرم نه یم

لګه یې په مینه کې لمده که موسکا وچه ده 

ډېر بادونه راغلل، لاړل یافت یې مشتري نه شو

ستا د زلفو وږم خاورې وخوړ، فضا وچه ده

شمعې! ته د نور یوه چینه د هجر زادو وې

وایه! بیا دې کوم یو تظاهر ته رڼا وچه ده 

تږيو ته سخي دریاب خو، دشت د لېوني امید

لوند شه چا و چا ته ثواب، موږ ته ګنا وچه ده

مکر دې د سترګو جام کې ما له اوبه ووېستې

چرته چې مې ولیده سراب نو معنا، وچه ده

خوب مې لید، ژوندي یو خو د ژوند ادامه ورکه ده

وهم دی او هره خواته ټوله دنیا وچه ده 

راشه چې زما د نی وجود هم اواز پرېوته

راشه چې په ما کې نوره ټوله نوا وچه ده 

راشه چې د ګل سره نکهت د وداع زجر دی 

راشه چې دلګیر دې، ها د روح یوه صهبا وچه ده