...

محمود دلګیر

ستوری یم، ورځ کې نه یم، لمر یمه ماښام کې نه یم

چا سره رنګ کې نه یم، چا سره افهام کې نه یم

د چا فطرت زما ساقي دی، زه شراب غوندې شعر

زه داسې څیز یم چې د هر سړي په جام کې نه یم

وینه په آب د محبت پاکوم دا مې ننګ دی

خون چې په خون پاکوي، هغه انتقام کې نه یم 

لا پښه نیولی په لار نه ځم، لا مقام پاتې دی

پسې ګرځېږمه،  د ښکلي نظر دام کې نه یم

موږ به نوشلي وای د مینې همه اووه رنګونه

های! چې په وخت د هغه سترګو د خیام کې نه یم

زما څېره زما د زړه د قبر ښه شناخته  ده

که چا لوستلی لا د خپل زړه په کلام کې نه یم

ستاسو هجوم دی، زه دلګیر یم، زه تنها ښه یمه

زه عفوه غواړم خو زه ستاسو په مقام کې نه یم