محمود دلګیر
د
فن رندانو ته د میو په رقم رسېږم
د
ذوق مومن ته ډکه لپه د زمزم رسېږم
که
ما کې بل حس پیدا کیږي ها به ته نومېږې
او
ستا له وجې به زه نور تکمیل ته هم رسېږم
زما
د هر کیفیت فهم نزديکت غواړي ډېر
کنار
ولاړو ته خو صرف لکه د نم رسېږم
باروت
په رنګ بدلول غواړي دومره کار دی امن
دا
تل ارمان وي چې مرمۍ نه تر قلم رسېږم
د
هر تهمت هرې ګیلې ځواب مې وکړو غزل
رنځورو
زړونو ته اشنا لکه د دم رسېږم
زما
منزل مه شه هغه، که د حیرت مقام وي
هنر
شو خاورې چې د نورو پر قدم رسېږم
د
حال خالقه! دا په ما کې عاشورا ولې ده؟
په
ما کې څوک دی دا حسین چې تر ماتم رسېږم
زه
هر یو درک ته په جلا، جلا جامه کې ځمه
چا
ته دلګیره یم تشریح چا ته مبهم رسېږم