...

محمود دلګیر

اول مخ شوو بیا میین بیا نظاره شوو

بیا په یو، بل پسې دواړه اواره شوو

داسې رنګ و چې د رنګ بازار یې چپ کړ

زه او خپل فطرت چې خپل رنګ کې ښکاره شوو

څوک چې ما ګوري، هغه به راکې درک کړي

مونږه دواړه د یو، بل استعاره شوو

لېونتوب رونمایي نښانې ندي

ډېر تر خپلو ګرېوانو په زړه پاره شوو 

همنشین د ستورو ندی، مقام دا دی

که په حسن د سپوږمۍ کې ستاره شوو

دلته ګل او حسن دواړه بې معنا وو

مونږه ځکه له هجومه کناره شوو

نه یې اوري زمین زاد نه اسمان مېشتي

موږ دلګیره د مات زړه هغه ناره شوو