...

محمود دلګیر

هغه مست په خاموشۍ باندې عادت شو

که په مینه کې بلد په نزاکت شو

دا و زخم د کوم درد هوس اخیستی

او که مات د ګلغوټیو بکارت شو

ژوند په مثل اوس د مصر د بازار دی

چې تعین پکې د هر یوسف قیمت شو

ګل د خدای په لیدو مخ کړ پورته پاتې

چې یې بوی له دهنه ووته نګهت شو 

نور همه خلک د خاورو غوندې ناست وه

یو لاله زړه مې په تا پسې اوچت شو

مګر خپل فطرت مې جوړ بلې ته نه و

ما چې څومره نفرت وښوده، الفت شو

ستا د حسن د وصال ګټه ونشوه

خو غزل ته مې لباس د لوی شهرت شو

د رحمان په مریدۍ وتی دلګیر هم

اوس جاګیر د هغه عِشق د دولت شو