...

محمود دلګیر

ستا له تورو سترګو جار شم، دا دې زما وي

د څراغ پیاله  تل ډکه له رڼا وي

ستا له زلفو چې مې سر په بله نه ځي

رسېدلې به شانه پدې معنا وي

که ډنډرو کړه پر سر ګلابي خوله

د خزان ولکه به ټوله له دنیا وي

انجمن د خوبه وړیو مې نن ولید

ما وَیل چې شمع ولې په ژړا وي!؟

لکه مچ به دې پر سر لاسونه مروړې

د شیرینو پرېښوده لویه خطا وي

کار د عشق کې قامتونه په تراز دي

د معمار نظر د خښتې په هر خوا وي

زه چې چېرته نکهت وینم، لاله اورم

تصور کې مې دلګیر غزل سرا وي