...

محمود دلګیر

ما کړه خلاص د تظاهر له مصیبته

دغه اوس په ما حضور شه نزاکته

زه که ځمه د نکهت غوندې به ځمه

نه به پل زما پیدا کړې نه به پته

کتابونه دي حصې د زړه او فکر

توری، توری اظهارېږم له فطرته

د دنیا د معشوقې کوڅه کې شور دی

ما پر خپله کوڅه غواړه حقیقته

زه د خپل زړه د لاله تغزل کاږم

اګاهي ده د داغونو له حکمته

موږ په داسې دور هم د عشق دعوې کړو

خلک سترګې اړوي له محبته

زه د ډېرې بې رنګۍ د تاج حقدار یم

الامان مې د رنګونو له شهرته

نه ګلاب یم نه دریاب یمه دلګیره

پرهېزګار یم د دنیا له شباهته