محمود دلګیر
ټول
فطرت مې انتظار نیولی دی
دام
د سترګو مې غبار نیولی دی
د
وطن د نقشې لیکې تلاوت کړم
له
قضا مې زړه بیمار، نیولی دی
دی
پرېشان پخپل صحت، رنځور وطن
د
انار ونې کوکنار نیولی دی
یم
په عشق کې د منصور په مشق روان
په
حلقه مې په شوق دار نیولی دی
ستا
د سترګو د پیالو له ساقي جار
په
انګورو دې خمار نیولی دی
د
هوس له غله دې پاتې دی ثبوت
زما
ګرېوان د زلفو تار نیولی دی
په
دې تږې غرمه ته راغلې په لاس
په
اوبو کې مې انار نیولی دی
په
دلګیر نه کړي اثر ورانه ادا
چا
چې خپله خپل مهار نیولی دی