...

محمود دلګیر

چا ویل چې نجونې د کابل مغرورې شوې دي!

ما سره یې ټولې رابطې منظورې شوې دي

تا پسې خالي شوې د یادونو منګ پرې وخته

راشه چې د سترګو مې پیالې رنځورې شوې دي

چا سره چې مخ د مینې نه و عشق رونق ورکه

اوس یې په دیدن پسې آینې مزدورې شوې دي

ډکه مینا زه یم، زما وینه در حلاله شه

دا ځل چې دې سترګې د قتال مخمورې شوې دي

لمر شې چې نظر دې په هوا نه وي په ځمکه وي

زه یم هوایي زما رشتې منصورې شوې دي

امن دی دلګیره پېغلې بیا په ګودر ټولې دي

شکر د وطن اوبه مې بیا مسرورې شوې دي