...

محمود دلګیر

نشته په شیراز په هند، دلبرې څوک

زېب کې د کابل تر نجونو برې څوک

چېرته دي اوبه چې یې په غېږ واخلي

کاڼو سره نه کوي خبرې څوک

زه چې دې د هجر په تال ورک یمه

نه دې وایي سترګو ته سندرې څوک

زه یم چې په زړه کې تر فلکه ځم

چا پسې ورغلي دي تر لرې څوک؟

عشقه! ته خو زر ځوابه توره یې

هر یو جنګ له نه ساتي لښکرې څوک

څه د سرابونو ملک ته راغلمه!

هک یمه اوبه څوک دي، ډبرې څوک!؟

سترګې یې دلګیره! بڼو ونیوې

کله خو ازادې کړي کونترې څوک