...

محمود دلګیر

دلته نکهت دی په دې مخ چې خاموشي پرته ده

د ګل په پاڼو کې وږمه د پسرلي پرته ده

زما لحد به لکه غر درته ولاړ وي مخ ته

زما په تال کې دومره ډېره سنګیني پرته ده

زما په سترګو کې زما د لاش ایرې بادېږي

زما و مخې ته زما وطن دوستي پرته ده

دا بې وسي ده؛چې آینه رانه غبار خوړلې

دا بې کسي ده؛ ټوله ځمکه په لالي پرته ده

زما کچکول ته د دې درست جهان اوږه کمه ده

زما ګرېوان کې یوه اسره د لېوني پرته ده

زړه! ستا د مینې یوه بله لطیفه هم وکه

زما په هوش کې د خندا زمواري پرته ده

زه په دې خاوره ټوکېدلی په نصیب د لاله

زما په داغ کې یوه څړیکه ابدي پرته ده

ما په وطن کې له انګورو سره مینه کړې

څه مې په سترګو کې دا نښه اناري پرته ده

راشئ دلګیر د یویشتمې قلا بورج نه واورئ

په تغزل کې یې وطن او قوالي پرته ده