...

محمود دلګیر

سپینو زلفو کې دې یو عمر قیصې دي

ښکلې سترګې دې منسوخې صحیفې دي

ذایقه مې د وطن څه رنګ توضیح کړم

چې د مور شیدې تر ګوړې هم خوږې دي

لکه تندر د لاله وو پر مخ ولوېد

دا داغونه د مجنون سوې نارې دي

د خزان له وېرې ګل شي رنګ الوتی

مخ مې څه ګورې د هجر واهمې دي

له خصلته چې مې وږم د دریاب ځي

لېونیه! کرانه باندې مې شپې دي

د زاهد د چالاکۍ کیسې که واورې

مالداري د ایاتونو ترجمې دي

نیشکر به څه طعنه ورکوي تاک ته

چې یې پاکې تر دستګاه د می پیالې دي

ته لا اوس هم لوی ژوندون دوه ورځې ګڼې

د دلګیر په تغزل کې زمانې دي