...

محمود دلګیر

دا څه وخت یمه ارام زړه مې خالي دی

چپه شوی په هجوم کې صراحي دی

د عشق مشق کې لاروی د مولوي یم

چې فطرت مې قلندر عقل صوفي دی

فلک څه رایه لري زما په هکله؟

ژوند په ټولو دی جاري په ما طاري دی!

د دې ملک د اولادونو لار یوه ده

چې غزل مې زېږېدلی شرابي دی

د دې وخت حسن پرست ملامت نه دي

دا هلک تر ښکلیو نجونو هم نازي دی

زما زړه تر عقلمندو عقل تر دی

زما سوچ په رَویه پوخ د لېوني دی

اصفهان دی قبرستان د تجزیه خوانو

چې وطن مې لا پټکی د ابدالي دی

په هندي طرز و ادا ګوري دلګیره

خوږ تقلید یې له غزل د پسرلي دی